د تاشکند غونډه؛ او له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې تعامل ته کتنه
د تاشکند غونډې د اسلامي امارت لپاره دا پیغام هم درلود، چې که څه هم یو شمېر هېوادونه یې د افغانستان د نارسمي (de facto) حکومت په توګه په رسمیت پېژني او ورسره تعامل کوي؛ خو په هر صورت کې د طالبانو له لوري د یو لړ څرګندو ګامونو له اخیستلو پرته به په رسمیت ونه پېژندل شي. همدا لامل دی، چې په دې غونډه کې هم له طالبانو څخه یو ځل بیا د یوه داسې حکومت د جوړېدو غوښتنې تکرار شوې چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي او بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حق ته درناوی وکړي.
برای جاسازی نوشته، این نشانی را در سایت وردپرسی خود قرار دهید.
برای جاسازی این نوشته، این کد را در سایت خود قرار دهید.